د پاکستان څخه ( ۷۱) افغان مهاجر راستانه شول
د تورخم د څانګې د آمر د راپور پر بنسټ د لړم په (۱۷) مه د پاکستان څخه د افغان مهاجرو (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د سرچينې په خبره (۹) کورنۍ، چې (۴۲) تنه کې بغير له اسنادو، (۱۵) تنه ډيپورت شوو او (۱۴) تنو اسنادلرونکي،چې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي و د راستنېدونکو په معلوماتي سيستم کې د نومليکنې وروسته د مرستو په موخه د ( IOM) او (UNHCR) دفتر ته ور وپېژندل شول.