لغمان کې له (۲۰۰) زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تلې په ( ۲۵) مه (۲۴۰) کورنيوته خوراکي او روغتيايي کڅوړې ووېشلې.
د صرف تهيه موسسې له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۲۴۰) کورنيوته، (۲۵) کيلو وريجې، ( ۵) لېتره غوړي، ( ۲) پاکټه مالګه، يو من لوبيا او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.