نيمروز کې (۲۴۰) کورنيو سره مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د تلې په (۱۷) مه (۲۴۰) کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ له سروې وروسته دوه دوه ترپالونه، روغتيايي کڅوړې او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.