په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د درې رياستونو کار کوونکي د ظرفيت لوړونې له روزنيز پروګرام څخه برخمن شول
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت پلاوي د دايکندي، سمنګان او زابل ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې په (۸)، (۹) مه او (۱۰) مه روزنيزه روزنيز پروګرام ترسره شوه.
په دغه پروګرام ې د ذکر شوو رياستونو کار کوونکو ته د کارو نو د پرمخ بيولو، مکتوب، وړانديز، د بېلابېلو مالي فورمونو او د وخت څخه د سمې استفادې په اړه خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.
د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرامونه د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مالي لګښت ترسره کېږي.