بغلان کې د بيا يوځای کېدو کمېټه فعالې شوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د تلې په (۳) مه د مرستندويه همکارو بنسټونو او سيمه ييزو چارواکو په شتون کې د بغلان ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله شوه.
په د غو مراسموکې چې په همدې موخه په ياد ولايت کې ترسره شول، د بغلان ولايت والي راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته د لاسرسي په برخه کې د کمېټې د جوړېدو په موخې او ارزښت خبرې وکړې او د ناستې ګډنوالو ته يې لار ښوونه وکړه، چې په ناستې کې فعاله و اوسي او دکمېټې موخو ته د رسېدو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.
د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د را ستنېدونکو او د اخلي بېځايه شوو په برخه کې د يادې کمېټې رول ګټور وباله او د يادې کمېټې د ناستو د پرېکړو پر عملي کولو يې ټيڼګار وکړ.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې د جوړښت، تنظيم غړو، دندو، موخو او فعاليتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې ديادې کمېټې ترڅارنې لاندې دې راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته مرستې ووشي.
همدارنګه پلي کوونکي بنسټونه به خپل فعاليتونه او مرستې په هغه ولايت کې د اقتصاد رياست تر څارنې لاندې ترسره کوي او د راستنېدونکو د ستونزو او اړتياوو د څرنګوالي په اړه به معلومات له دغه رياست سره شريکوي.