د ايران څخه (۶۷) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د تلې په (۵) مه (۶۷) افغان مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۳) کورنۍ، چې (۱۰) تنه کېږي د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.