د هېواد په پېنځو ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-
 
د غور، بدخشان، پکتيکا، هلمند او لغمان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو د معلوماتو پربنسټ د تلې په ( ۳) مه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت په همغږۍ ( ۱۵۳۳) کورنيو سره مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې په غور پکتيکا او هلمند کې ( ۱۰۶۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۷۰۰) امريکايي ډالر نغدې، په بدخشان کې ( ۳۱۶) کورنيو ته د لمريزې برېښنا يوه يوه تخته سره وسايلو ،(۵۰) بې سرپرسته ميرمنو ته (۳۰) د هګيو چرګانې، ( ۲۴۰) کيلو دانه، (۸) قلمه وسايل او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په لغمان کې( ۴۸) کورنيو ته يوه يوه بوجۍ (۵۰) کيلويې غنم و و ېشل شول.