له ایران څخه د دوه زرو زیات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې د وږي له (١١) مې نېټې څخه تر (١٤) مې نېټې پورې٢١٥٧) ) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز د مهاجرینو د امر په وینا د یادو راستنېدونکو افغان مهاجرو له ډلې (٩٥) کورنۍ چې (٣٦٠) تنه کېږي د (٨٣٨) تنو نورو مجردینو سره په جبري او (٥) کورنۍ، چې (٢٠) تنه کېږي د (٩٣٩) تنو نورو مجردینو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره د یادو کسانو له ډلې (٥٧) کورنۍ چې پکې (٨١) نارینه او (٧٩) ښځې شاملې دي د (٤٤) تنو نورو مجردینو سره د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.