په ننګرهار ولايت کې له (٥٣) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
امر الله میړني
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د چنګاښ په (٤) مه نېټه د دغه ولایت پر (٥٣) آسیب پزیرو داخلي بې ځايه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
(٢٣) کورنیو ته (٣٠٠) امریکایي ډالر، (٢٠) نورو کورنیو ته (١٥٠) ډالر، (٤) کورنیو ته (٢٥٠) ډالر، (٤) کورنیو ته (١٠٠) ډالر، يوې کورنیو ته (٥٥٠) ډالر، او يوې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکایي ډالر UNHCR موسسې په مالي مرسته د ننګرهار په مرکز کې د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوې.