ننګرهار کې له سلو زیاتو اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته و شوه
د ډاکار موسسيې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (۱۲۳) اړمنو بېځایه شوو کورنيو سره د روغتيايي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې د مرغومي په (٢٠) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه ووېشل شوه.
ددغه مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅو کې یو،چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو، ترڅو اړمنې او مستحقې کورنې سروې او د مرستو لپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.