غزني کې اړمنو کورنیو مرسته وشوه anwari_morr https://morr.gov.af/en/node/4359 د”پاملرنې“ موسسې له لورې د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤١٥) اړمنو مستحقو کورنیو سره دغير خوراکي توکو مرستې وشوې. یادو کورنیو هرې کورنۍ ته د مرغومي په(١٥) مه درې کمپلې، یوه ګازډبه،یو دېګ بخار، د ډوډۍ خوړو لوخي، دځان مينځلو اوکالو مینځلو صابون او د پخلنځي وسايل ووېشل شول. د غزني ولایت مهاجرینو ریاست د مسؤ لینو پر وینا،چې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همکارۍ اوهمغږۍ په دې هڅوکې یو چې ټولو اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ورسو.