ننګرهار کې (٣٥٠) کورنيو سره دخوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې وشوې
د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٥٠) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره دخوراکي او غیرې توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې دمرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍپه مرکز جلال اباد اوشاوخواسیمو کې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دمرغومي په (٢) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلومالګه دننګرهار ولایت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست او ذکر شوې موسسې داستازوپه شتون کې ووېشل شوه.