کاپیساکې اړمنوبېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د(WSTA) له لورې دکاپیسا ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٦٨) اړمنوبېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢)مه هرې کورنۍ ته (٢٢٥) امریکايي ډالره ووېشل شول