ننګرهار کې (٣٩١) کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې
د ( NRC) موسسې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (۳۹۱) بېځایه شوو کورنيوسره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دکډوالو چارو ریاست له لورې سروې اودمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٥) مه په پچیر اګام ولسوالۍ کې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، دپخلنځي وسايل،پېنځه کمپلې او ژمني لباسونه ووېشل شول.