استالف ولسوالۍ کې (٩٠٠)اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د اسلامیک ریلیف نړیوالې موسسې له لورې دکابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٩٠٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې دکابل دمهاجرینو ریاست له لورې سروې او دمرستو لپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٢٥) مه هرې کورنۍ ته (٦٠) کیلو اوړه،(١٤) کیلو دال،(٢٩) کیلو وریجې،(٦ ) کیلو بوره،(٦) لېتره غوړي او یوه یوه کیلومالګه ووېشل شوه