قندهارکې درې زرو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
____________


د طبيعي پېښو پر وړاندېدمبارزې ادارې،الکوزي شرکت،داهل تشیع ټولنې او یوشمېر مرستندویه ادارو له لورې دقندهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٣٠٠٠ بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.

یادې کورنۍ دمیوند،ډنډ،ژيړۍ او ارغنداب ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې چې شمېر یې ٨زرو تنوته رسیږي  هر ورځ ورته خوراکي مواد چې پکې اوړه،دڅښاک اوبه،بیسکویټ،وچې شېدې، او فرش شامل دي وېشل کېږي.