کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د SCI موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۶ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غويي په ۱۸مه هرې کورنۍ ته د غير خوراکي موادو کڅوړې ووېشل شوې.
د ويلو ده چې يادو کورنيو ته څه موده مخکې خوراکي مواد وېشل شوي دي.