قندهار کې نژدې دوه سو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

sadam_morr
_________

د DRC  موسسې له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۹۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې دجګړو له امله ژيړۍ، ميوند، ارغنداب او ډنډ ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۵مه هرې کورنۍ ته له يوې سرې وروسته ۲۴۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.