زابل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
______________

د خوراک نړيوال سازمان WFP  او UNICEF موسسې له لورې  د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۸ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د شينکۍ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۴مه د خورک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۱۸ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه، ۲ کيلو بيسکوېټ او د UNICEF موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د اوبو بوشکې، سطل، دوه ترپالونه، ګازډبه، کمپلې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.