د وزارت د سرپرست او نوماند وزير ژوند ليک

 

نور رحمن اخلاقي د رجب علي  زوی پر( ۱۳۵۸ل) کال کې د بغلان  ولايت د  ده صلاح ولسوالۍ  په يوه دينداره  او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی.

د کانکور د ازموينې له لارې دکابل  پوهنتون اقتصاد پوهنځي  ته بريالی شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي څخه  ترلاسه کړ. دماسترۍ سند يې د ازاد اسلامي پوهنتون د سوداګرۍ او ستراتېژيک مديريت په برخه کې ترلاسه کړ او مورنۍ ژبه يې فارسي دري ده.

ښاغلي نور رحمن اخلاقي د نور تلويزون درياست  سربېره د جمعيت اسلامي د ځوانانو دټولنې مشر، د افغانستان د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی،د هفت نامه ثبات ايديټر، د کرنې وزارت  حصوصي سکتور په رياست کې دنده او  اوسمهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزير په  توګه  خپله دنده پرمخ وړي.