په شپږو ولایتونو کې تر ۸۰۰ زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-


روانه اونۍ په کابل، بادغیس، غزني، ارزګان، ننګرهار او بغلان کې له ۸۴۱ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۱۴۱ کورنیو سره یو میلیون او ۳۷۲ زره افغانیو، بادغیس کې ۸۰ کورنیو سره ۳۶۸ زره افغانیو، غزني کې ۲۱ کورنیو سره ۲۲۱ زره او ۷۰۰ افغانیو، ارزګان کې ۱۸ کورنیو سره د ۱۸ خیمو، ننګرهار کې ۲۸۱ کورنیو سره د خیاطۍ وسایلو، اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، ۱۳ زره امریکایي ډالرو او ۱۴۷ زره افغانیو او په بغلان کې ۳۰۰ کورنیو سره د کرنې په موخه د ۳ ډوله کرنیزو توکو مرستې وشوې.
همدارنګه روانه اونۍ د همکارو موسسو له لوري په تخار کې له ۳۳۴ تنو راستنو شویو او بېځایه شویو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۲۵۰ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.