تر ۴۰۰ زیاتې کډوالې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې
روانه اونۍ په کابل، بادغیس، جوزجان، بغلان، ننګرهار، سرپل او غزني کې له ۴۱۸ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره بشري مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۱۲۱ کورنیو سره یو میلیون ۴۲۶ زره او ۱۲۰ افغانیو، بادغیس کې ۳۳ کورنیو سره ۲۸۰ زره او ۵۰۰ افغانیو، جوزجان کې ۵ کورنیو سره ۶۵۹ زره او ۵۰۰ افغانیو، سرپل کې ۱۰ کورنیو سره ۱۴۴ زره افغانیو، بغلان کې ۱۸ کورنیو سره یو میلیون ۵۶ زره او ۶۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۲۰۰ کورنیو سره یو میلیون ۲۱۷ زره افغانیو او په مختلفو برخو کې د کاري وسایلو او په غزني کې ۳۱ کورنیو سره ۴۰ زره او ۳۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه روانه اونۍ کابل ښار کې له ۱۷۷ تنو سره ۲ میلیونه او ۱۹۶ زره افغانیو، تخار کې ۱۱۳ تنو سره ۸۴ زره او ۷۵۰ افغانیو، جوزجان کې ۷۰۱ تنو سره ۵۲۵ زره او ۷۵۰ افغانیو او په سمنګانو کې ۳۷۸ تنو سره ۳۵۸ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.