د داوطلبۍ اعلان

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ۱۲ زره او ۱۵۶ لېټره ډېزلو او ۴ زره او۵۰ لېټره د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د باالتقسیط بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۷مې میاشتې تر ۲۱مې د سه شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۷مې میاشتې په ۲۱مه د سه شنبې ورځې د سهار په لسو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.