د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي سره وکتل

anwari_morr
-

د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس ښاغلي مولوي غلام الرحمن بلال د تلې په ۷مه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي، ښاغلي روکا کودو سره د بشردوستانه فعالیتونو په برخه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او څارنې په موخه وکتل.

ښاغلي کودو د کمېشنرۍ د روانو پروژو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او د راتلونکو برنامو په اړه یې خبرې وکړې.

هغه ټينګار وکړ، چې دغه کمېشنرۍ به له یاد ریاست سره په همغږۍ راستنو شویو، بېځایه شویو او د سیمې زیانمنو کورنیو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي بلال د کمېشنرۍ له مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ د مرستو زیاتوالي غوښتنه وکړه، له مرستندویو موسسو او خیریه بنسټونو یې وغوښتل، چې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي، تر څو د زیانمنو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي.