بغلان کې راستنو شویو کورنیو ته لسګونه پسونه ووېشل شول
د روانې میاشتې په ۶مه بغلان کې ۱۶ راستنو شویو کورنیو ته ۸۰ پسونه ووېشل شول.
دغه کورنۍ له وړاندې د موسسو په همغږۍ د دغه ولایت د مرکزي بغلان د مسجد سفید ولسوالۍ په سیمه کې پېژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته پينځه پسونه، د هغوی لپاره خوراکي توکي او روغتیايي بستې د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې.
دغه مرستې د ژوند سرچینو برابرولو او له راستنو شویو زیانمنو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه وشوې، چې د هغوی په اقتصادي پیاوړتیا او ژوند ښهوالي کې غوره اقدام ګڼل کېږي.