په ۶ ولایتونو کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شوې
په روانه اونۍ کې د اړمنو کډوالو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه، په کابل، بغلان، فراه، سرپل، غور او بادغیس کې ۲ زره ۲۱۳ کورنۍ له نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستو برخمنې شوې.
د راپورونو له مخې، د دغه وزارت له دویمو واحدونو سره په همغږۍ، د خیریه موسسو له لوري په کابل کې ۱۱۱ کورنیو سره ۷۳۲ زره افغانیو، بادغیس او فراه کې ۲ زرو کورنیو سره ۵ ډوله خوراکي توکو، سرپل کې ۵۰ کورنیو سره ۲ ډوله خوراکي توکو، بغلان کې ۴۹ کورنیو سره ۴ میلیونه ۳۱۲ زره افغانیو او په غور کې ۳ کورنیو سره د ۳ خېمو مرستې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزارت د راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ په برخه کې د ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو له ملاتړ مننه کوي او له هغوی څخه غواړي، چې له کډوالو سره بشري مرستو دوام ورکړي.