خیبرپښتونخوا کې د مهاجرینو اتشې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ایالتي مسوول سره وکتل
د غويي په لومړۍ نېټه په خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو اتشې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ایالتي مسوول ښاغلی کوفي اوهننا دودومو سره وکتل.
په دغې لیدنه کې د کډوالو پر وضعیت، د هغوی ستونزو ته رسېدنې، د اسانتیاوو پر برابرولو بحث او خبرې وشوې او په منظمه توګه د کډوالو ستونزو ته رسېدنې، د نغدي مرستو پر زیاتوالي، د افغان کډوالو د ارزونې دفترونو کې د وخت او ظرفیت پر زیاتوالي، د سرپناوو او لومړنیو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.
په اخیر کې د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ، په راڼه ډول د خدمتونو پر وړاندې کولو او منظمه راپور ورکونه ټینګار وشو، تر څو کډوال له غورو خدمتونو څخه برخمن شي.