فراه او هلمند کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه

anwari_morr
-

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ، تېره ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، والیانو او سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري په فراه او هلمند ولایتونو کې ۲ زره ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه.
د یادو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو د راپورونو له مخې، فراه کې یو زر ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو او هلمند کې یو زر ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته ۵ بوجۍ غنم او ۵ زره افغانۍ ورکول کېږي.
مرسته اخيستونکي له یادو مرستو خوښي وښوده، خو له اسلامي امارت او همکارو بنسټونو څخه یې د روغتیا، زده‌کړو، پاکو اوبو او سرپناه په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې دغه مرستې د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړې برنامې په چوکاټ کې په بېړنیو حالاتو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته وېشل کېږي.