د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست اړوند سپین بولدک د لېږد امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، چې په دغه امریت کې تر ثبت او مرستو  له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.