د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په ننګرهار کې خپلې مرستې زیاتوي
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتوو عالي کمېشنرۍ مسوولینو سره به ناسته کې غوښتنه کړې، چې د تورخم په عمري مېشت غالي کې د راستنېدونکو سره مرستې زیاتې شي.
نوموړي وویل: راستنېدونکي اړمند دي، له هغوی خپلې پانګې په پاکستان کې پاتې او اوس مهال نغدو پیسو، خوړو او حرفوي زده کړو، سرپناوو، روغتیايي، کرنې او په ګڼو نورو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
بل لورته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوولینو ډاډ ورکړ، چې دوی به د تېر په څېر خپلو مرستو ته دوام ورکړي، د تورخم په مېشت غالي کې به خپلو مرستې زیاتې کړي او د راستنېدونکو لپاره به پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هم لومړني خدمتونه وړاندې کړي.
دواړو لوریو د ستونزو هواري په موخه د داسې ناستو پر دوام ټینګار وکړ