د بلخ ولايت د راستنېدونکو د بيا يوځای کېدو ولايتي کمېټه د معلوماتي سيستم سره فعاله شوه
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د (UNHCR) دفتر په همکارۍ دليندۍ په ( ۶) مه د بلخ ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د معلوماتي سيستم سره بياځلې فعاله شوه.
په مراسموکې چې په همدې موخه د دغه ولايت د يوشمېر دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ترسره شول، د بلخ ولايت مرستيال والي د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې د فعاليدو او د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو څخه مننه وکړه او د همکارو مرستندويه بنسټونو او اړندو ادارو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو د حل په برخه کې د مهاجرينو چارو رياست سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ کار وکړي.
همدارنګه د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي جمعه ګل د موضوع اړوند خبرې وکړې او د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې بيا ځلې فعاليدل يې د راستنېدونکواو بېځايه شوو د ستونزو په حل ګې ګټور وبلل.
وروسته د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د پرزنټيشن له لارې د کمېټې د موخو، د معلوماتي سيستم او د کاري فعاليتونو د تګلارې په اړه ګډنوالو ته معلومات وړاندې کړل.