د کډوالو چارو وزارت د ۴۰۰ زرو څخه زیاتو ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

sadam_morr
Mon, Aug 25 2025 8:53 AM
_
د وږې میاشتې په ۲ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راه نوین ټولنیزې او پراختیایي موسسې سره د ۴۷۳ زره او ۳۶۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ به یاده موسسه نوموړې پیسې د ښوونیزو چارو، د څاه کیندنې او د څښاک د پاکو اوبو د شبکو جوړولو، نغدي مرستو د ویش، روغتیايي خدمتونو، د اوبو فلټرونو، د لمریزو سیستمونو د نصبولو، د اوبو د څاه ګانو ترمیم او روغتیايي چارو کې د عامه پوهاوي په برخو کې په کندز، بدخشان، میدان وردک او خوست ولایتونو کې په مصرف ورسوي. له دې پروژو څخه به ۱۲۷۰ کورنۍ او ۲۲۴۰ راستنېدونکي او اړمنې کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS