د کډوالو وزیر د نورستان له والي سره د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې

sadam_morr
Wed, Apr 09 2025 7:30 PM
-
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌العابدین عابد سره کتنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت، اړتیاوو او ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د نورستان والي قاري زین‌العابدین وویل، د خپل ولایت له لوري به له راستنېدونکو کډوالو سره د لا همغږۍ او مؤثرې همکارۍ هڅې زیاتې شي، او ډاډ یې ورکړ چې د یادو کورنیو د ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اغېزمن پلانونه جوړ شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان والي هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له راستنېدونکو کډوالو سره د خدمتونو د ښه‌والي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه لازم اقدامات پیل کړي او دغه بهیر به په راتلونکي کې لا پراخ شي.

Latest news

BACK TO NEWS