د داخلي بې ځايه شويو ریيس د څلورمې ناحيې د کمپ له استازو سره ولیدل

sadam_morr
Sat, Apr 20 2024 8:20 PM
-
 
د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د کابل ښار د څلورمې ناحیې د بې ځایه شویو د مېشتغالي د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل.
په دې ناسته کې دغو استازو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزارت څخه بېرته خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو په پار د مرستې غوښتنه څرګنده کړه.
شېرزاد د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: موضوع به له وزارت سره شریکه کړو او د لا زیاتې همکارۍ لپاره به له همکارو بنسټونو سره اړیکه ونیسو.

 

Latest news

BACK TO NEWS