مسلکي معین او د وزارت کفیل د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست سره ولیدل

sadam_morr
Mon, Apr 08 2024 12:13 PM
_

 مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د وزارت کفیل مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست ښاغلي نجاري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په یاد هېواد کې د افغان مهاجرینو حجيانو د تګ او راتګ د اسانتيا په باب خبرې وشوې، چې سږ کال د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ځي.
ښاغلي راشد تېر کال د افغان حجیانو په برخه کې د ایران دولت د لازمې همکارۍ ستاینه وکړه او په روان کال کې یې په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز  د وزارت مسلکي معین له ایران څخه د افغان کډوالو د کتلوي اخراج د مخنیوي په باب او په یاد هيواد کې د افغان مهاجرينو د نورو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
د ایران د سفارت مرستیال او سرپرست د وزارت مرستیال او کفیل ته په روان کال کې د افغان حاجیانو د اسانتیاوو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS