د یوشمېر موسسوسره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Wed, Mar 22 2023 9:12 PM
-

د څه دپاسه دوه میلیونه (٤٠٠) زره ډالرو په ارزښت د مهاجرینو چارو وزارت او موسسو ترمنځ د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 
د يادو هوکړه لیکونو پربنسټ به د پن، شرق لید  او ودان موسسه په کابل، میدان وردګو، ننګرهار، کونړ،لغمان،نورستان،کندهار،نيمروز، هلمند،زابل او ارزګان ولایتونو کې له (٩) زرو او (٥٠٠) څخه زیاتو معیوبو او اړمنو کورنیو سره بېلابېلې مرستې تر سره کوي.
یاد هوکړه ليکونه د مهاجرینو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو او مسؤلينو ترمنځ لاسلیک شول.

Latest news

BACK TO NEWS