د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د فارياب ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

sadam_morr
Sat, Sep 10 2022 3:39 PM
---------

د مهاجرينو او راسنتېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس ترمنځ د وږي په (۱۹) مه په دغه وزارت کې ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکې د فارياب ولايت د راستنېدونکو او  بېځايه شوو د ستونزو دحل   په اړه خبرې وشوې.

د فارياب ولايت د مهاجرينو رئيس د خپلې ادارې د فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل  او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو وضعيت ته د لاسرسي او زياتې پاملرنې غوښتونکی شو.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  وزارت مسلکي مرستيال د مرستو دوېش  په رونټيا، ايماندارۍ او د اړمنيو کورنيو په پېژندو ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې ټولو اړمنو کورنيو ته به پاملرنه وشي.

په ياده ناسته کې  بېځايه شوو ته د لاسرسي، د مرستو پر وېش، د راستنېدونکو د بېځايه يوځای کېدو پر څرنګوالي، له اړمنو سره د مرستو په همغږۍ او د فارياب د ولايت مقام سره د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ خبرې وشوې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS