د زلزلې له امله ویجاړو شوو کورونو د بیا رغونې لپاره عمومي سروی پیل شوه

sadam_morr
Tue, Aug 02 2022 12:37 PM
________________


د پکتیکا ولایت ۳ ولسوالیو، ګیان، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د ا. ا. ا. د ځانګړې کمېټې له لورې، چې له څو سکتوري وزارتونو څخه تشکیل شوې ده، د کورونو د بیا رغونې لپاره د عمومي سروی چارې پیل شوې
په همدغه موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او د یادې کمېټې د مطبوعاتو څانګې مسول محمد ارسلاح خروټي د پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ ته سفر کړی و
نوموړي هلته د یوې ناستې په ترڅ کې وویل: دا چې د زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو پروسه ډېره ښه پرمخ ولاړه او اوس ددې وخت رارسېدلی، چې په زلزله کې ویجاړو شوي کورونه بیا په اساسي ډول جوړ شي
ښاغلي خروټي په نړیوالو او ټولو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې په دې اړوند خپلو همکارۍ ونه سپموي

Latest news

BACK TO NEWS