د ADF چارواکو د دغه دفتر پلانونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين ته وړاندې کړل

sadam_morr
Sat, Apr 24 2021 10:58 AM
______________

د کرنې د پراختيا وجهي صندوق (ADF) يوشمېر چارواکو د دغه دفتر برنامې او پلانونه چې راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره يې په نظر کې لري د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو مرستيال شېر علم امله وال ته وړاندې کړل.

د کرنې دپراختيا وجهي صندوق په پام کې لري هغه افغان کډوالو يا بېرته راستنېدونکوته چې په افغانستان کې د زراغت په برخه کې فعاليت کوي د اسلامي پورونو زمينه برابره کړي.

ښاغلي امله وال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د همکارۍ لپاره د دفتر د رضايت ستاينه وکړه، دا پروژه يې يوښه عمل او بېرته راستنېدونکو لپاره د هڅونې په توګه ياده کړه.هغه ژمنه وکړه چې د تخنيکي ناستو وروسته به د وزارت وروستۍ پرېکړه له دغه ادارې سره شريکه کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS