کډوالو چارو وزير د پاکستان سفيرته؛ موږد کډوالو په بېرته راستنېدو کار کوو

sadam_morr
Wed, Mar 17 2021 8:41 AM
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان سره په لينده کې  هغه پلانونه تشريح کړل چې د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره مناسبه زمينه برابره وي، چې په هغه کار روان دی.

په دغه ليدنه کې د وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شوې وه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د (APAPS) او ددې تر سيوري لاندې دکډالو کمېټې په اړه خبرې وکړې اود راتلونکي نږدې سفر او دهغه په اړوندو ترتيباتو يې د پاکستان له سفير سره خبرې وکړې.

ښاغلي اخلاقي  د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان تعديل، د تثبيت برنامې او د داخلي بېځايه شوو د ملاتړپروګرام، په کوربه هېوادونوکې د کډوالو د وضعيت د تثبيت برنامې او له سولې وروسته د بېرته راتګ پلان دهغو قضيو په توګه ياد کړل چې کډوالو ته د راستنېدو زمينه برابره وي.

د هغه په خبره دا برنامه بېرته راستنېدونکو ته فرصت برابروي، ترڅو بېرته راستنېدونکو ته راستنېدنه اسانه کړي او له نړيوالو همکارانو سره زموږ همغږي اسانه کوي.

په ورته وخت کې، د پاکستان سفير د راستنېدونکو د راستنېدو او دوامداره ادغام لپاره د دغه وزارت د پلانونو ستاينه وکړه او د ګډو برنامو په جوړولو کې يې خپله بشپړه همکاري اعلان کړه.

ټاکل شوې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير اسلام اباد ته سفر وکړي ترڅو په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت وڅېړي او د چار واکو سره به د افغان کډوالو د وضعيت د ښه والي په اړه خبرې وکړي.

 

Latest news

BACK TO NEWS