د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې کډوالو چارو وزارت ته دفتري وسايل ورکړل

anwari_morr
Wed, Sep 09 2020 8:54 AM
15

کډوالو چارو وزارت دفترونو ته د سپارلو سند د وږي په ۱۷مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسین عالمي بلخي او په هېواد کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د دفتر رئيسې کرولاين ون بيورن له خوا لاسليک شو.

په دغه وسايلو کې ۱۲۰ لبټاپ او دسټاپ کمپوټرونه او ۵۲ پرنټرونه و، د ميرمن بيورن په وينا په نږدې راتلونکي کې به ۳۹ کمرې او ۱۵ موټرونه په دغه مرستو کې اضافه شي.

هغه له خپلې ادارې سره ددغه وزارت د ښې همغږۍ يادونه وکړه او زياته يې کړه،چې موږ د افغانستان له خلکو او حکومت سره خپلو هممکاريوته ژمن يو.

همدارنګه د کډوالو وزير د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR څخه مننه وکړه چې د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو په برخه کې يې وزارت سره همکاري کړې، په ځانګړې توګه د وروستيو وسايلو دمرستې له امله.

هغه زياته کړه په وروستي يوکال کې ددې ادارې مرستې د افغان حکومت سره ښه شوي، مګر د هغه کسانو لېست شريکولوکې لا زياتې همغږۍ ته اړتيا ده چې ډېرزيانمن شوي دي.

دهغه په خبره  له دې وروسته انجوګانې بايد دهغه چا لېست وسپاري چې په کلني راپور کې د دولت سره ملګرتيا کې مرستې کوي، کنه نو د همکاريو هوکړه ليک بايد لاسليک نه شي. د لېست شريکول به دهغه خلکو مخه ونيسي چې يو ځل يې مرستې ترلاسه کړي، چې بياځلي معرفي نه شي. هغه خلک  چې دمرستو څخه پاتې دي بلې ادارې ته ور وپېژندل شي او د دولت سره د اړمنو د لېست په برخه مرسته کوي.

سربېره پردې دهغه سولرونو په برخه کې چې  په ولايتونوکې د کډوالو چارو رياستونو کې دملګرو ملتونو په همکارۍ نصب شوي، تر اوسه غير فعاله دي. هوکړه وشوه ترڅو په دې برخه د ټولو همکاريو بياکتنه وشي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS