په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۱۰۰ میلیونو د زیاتو افغانیو په ارزښت درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Tue, Nov 17 2026 9:54 AM
-

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له کډوالو او راستنو شویو د ملاتړ، بشري اړتیاوو ته د رسېدنې او زیانمنو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو پیاړوتیا په موخه د افغان سولې جوړونکو بشري، د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا رغونې موسسو سره د ۱۶۷ میلیونو ۱۷۳ زره او ۹۱ افغانیو او ۳۷۶ زره او ۲۹۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل، هرات، بادغیس، فراه، پروان، کاپیسا، لوګر، پکتیا، زابل، خوست، غزني، کونړ، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان او بامیانو کې ۸۱ زره ۶۶۶ کورنیو او ۵ زره او ۲۰۰ تنو راستو شویو، بېځایه شویو او د کوربه ټولنې غړو ته د نغدي مرستو، زده‌کړو، د ماشومانو لپاره دوستانه چاپېریال برابرولو، معیشت، اقتصادي پیاوړتیا، د ټولنې مشارکت او پیاوړتیا، مدنې اسنادو او خوندیتوب په برخو کې مصرف شي.

Latest news

BACK TO NEWS