په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

anwari_morr
Tue, Jul 21 2026 3:35 PM
_


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې پېژندل شوې وې، پیل شو او پاتې کورنیو ته به په راتلونکي کې ووېشل شي.
په دې مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره او ۵ لېټره غوړي شامل دي، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د توحید موسسې په تخنیکي همکارۍ وېشل کېږي.
 یا بنسټ له وړاندې په ټول هېواد  کې له ۶۰ زره راستنو شویو کورنیو سره مرستې پیل کړې، چې ډېری راستنې شوې کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.
دغه اقدام هېواد ته له وروستیو زیانمنو او بېوزلو راستنو شویو کورنیو څخه د ملاتړ  په موخه تر سره کېږي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسوول بنسټ په توګه د کډوالو له حقونو څخه پر ملاتړ ټینګار کوي او د هغوی د ژوند شرایطو ښه کولو ته ژمن دی.

Latest news

BACK TO NEWS