د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه له زر جریبه زیاته ځمکه د کډوالو چارو وزارت ته انتقال شوه

anwari_morr
Tue, Sep 23 2025 2:46 PM
ـ
د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه د کابل ولایت، په پغمان ولسوالۍ کې ۱۱ سوه او ۳۸ جریبه ځمکه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.
د ځمکې د لېږد دغه هوکړه لیک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي رییس مولوي سید محمد سعید تر منځ لاسلیک شو.
د یادولو ده، چې د کډوالو لپاره د ځمکو ځانګړي کول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په حکم سره په ټول هېواد کې ترسره کیږي.

Latest news

BACK TO NEWS