د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکايوشي کورومايا سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

anwari_morr
Thu, Sep 11 2025 10:01 AM
-
 
ښاغلي تاکايوشي کورومايا د خپل ماموریت پر مهاله د اسلامي امارت او د راستنېدونکو چارو د وزیر لخوا د ورسره شویو همکاریو او لیدنو له امله مننه وکړه.
ښاغلي کورومايا په افغانستان کې د سولې او ثبات ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د رسمي معلوماتو پر بنسټ د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دي او تمه ده چې لاپرمختګ وکړي.
نوموړي د کابل او توکیو اوږدو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې جاپان په تېرو څلورو کلونو کې په میلیونونه ډالرو بشري مرستې افغانانو ته رسولې دي او همدارنګه د ژمي له رارسیدو وړاندې به د اړمنو افغانانو لاس نیوی وشي.
د جاپان سفیر د مخدره توکو، اداري فساد او مفسدو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې نړۍ او اسلامي امارت باید په ګډه د اوسني افغان حکومت رسمیت پيژندنې ته کار وکړي.
نوموړي د خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې د جاپان حکومت به په افغانستان کې یو شمېر ټولګټې پروژې پر مخ یوسي.
محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په کابل کې یې د ښاغلي تاکايوشي کورومايا ماموریت بریالی یاد کړ او همدارنګه له افغانانو سره د جاپان د حکومت له مرستو یې مننه وکړه.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت ته ګڼې ننګونې په میراث ورپاتې دي خو بیا هم افغان حکومت توانیدلی چې خپلې چارې په اغېزمن ډول ترسره کړي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او اسلامي نظام په تېرو څلورو کلونو کې خپلې ژمنې عملي کړې دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS