بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د برکې ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Tue, May 14 2024 8:11 AM
-


د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اړوند سې هزاره او فلول سیمو څخه، چې په ورستیو سیلابونو کې یې ترټولو زیات زیان لیدلی؛ لیدنه وکړه.
د مهاجرینو چارو وزیر د سیمې خلکو سره په ناسته کې له دوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. شهیدانو ته یې د جنت الفردوس، زخمیانو ته عاجله شفا او زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
نوموړي وویل: طبیعي پېښې د الله - جل جلاله- له لورې امتحان دی او اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې زیانمنو شوو کورنیو ته به د بیړنیو مرستو رسولو ترڅنګ د سرپناه لپاره هم هڅې وکړي.
نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له کاري ټیمونو سره د مستحقینو په پیژندلو کې همکاري وکړي او چاته اجازه ورنکړي، چې په خپل سر د سیلاب ځپلو مرستې غیر مستحقو ته ورکړي او یا یې حیف میل کړي.
د مهاجرینو چارو وزیر د برکې ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قمندان او هلته موظفو کمېټو له مشرانو سره هم ناسته وکړه او د کارنو په منظم کولو او د چټکتیا ترڅنګ یې یو لړ لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS