د راستنېدنې رئیس د سره صلیب او سرې میاشتې د نړۍوال فدراسیون له مسؤل سره ولیدل

anwari_morr
Wed, Dec 27 2023 9:33 AM
-

د وزارت د راستنېدنې او بیا یو ځای کېدنې رئیس مولوي شاکرالله شاکر د سره صلیب او سرې میاشتې د نړۍوال فدراسیون له مدیر ښاغلي راک الحدیت سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د هغو راستنېدونکو په اړه خبرې اترې وشوې، چې له فرضي کرښو څخه هېواد ته راستنېږي.

د راستنېدنې رئیس د هغو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل :نور معلومات به په راتلونکو ناستو کې له دوی سره شریک شي.

د وزارت د داخلي بې ځایه شوو وضعیت ته رسېدنې رئیس مولوي سردار شیرزاد هم په ناسته کې شتون درلود؛ هغه هم د مهاجرینو په برخه کې د یاد فدراسیون د همکارۍ ستاینه وکړه او د دوی او نورو ورته بنسټونو د لا همکارۍ هیله یې څرګنده کړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS