ترکیې ته د مهاجرینو چارو وزارت تللي پلاوي د خپل سفر راپور د مهاجرینو چارو له وزیر سره شریک کړ

anwari_morr
Wed, Nov 11 2026 2:09 PM
-

ترکیې ته د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت تللي ګډ پلاوي نن د خپل سفر راپور د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له محترم وزیر مولوي عبدالکبیر سره شریک کړ.
ښاغلي بنوري او مل پلاوي د راپور شریکولو پر مهال وویل، چې د کډوالو ستونزو د حل په موخه له ګڼو ترکي چارواکو، په انقره کې د اسلامي امارت له سفیر، په ترکیه کې د مېشتو افغانانو له استازو او د یاد هېواد د کډوالو چارو له مسوولینو سره یې لیدنې کړې او د یو لړ موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې او تر خبرو وروسته یې له مقابل لوري ژمنې ترلاسه کړې دي.
د راپور پر بنسټ، افغان پلاوي په ترکیه کې د افغان کډوالو له مېشتغالو لیدنې کړې او هلته یې د مېشتو افغانانو د خوراکي توکو، روغتیایي او نورو اړینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ارزونه شوې او له ترکي چارواکو سره یې د حل‌لارو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي بنوري زیاته کړه، هغه کسان چې په جبري ډول له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راستنول کېږي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه نوموړي د کډوالو غوښتنې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه اړینه وبلله او یادونه یې وکړه، چې یاد وزارت به په بهر کې د ټولو مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ارزونې ته دوام ورکړي او د هغوی د ستونزو حل په موخه به، پر کوربه هېوادونو سربېره، د ملګرو ملتونو له استازو سره هم خبرې وشي.
محترم وزیر د مهاجرینو چارو وزارت مسوولینو ته د سپارښتنو پر دوام زیاته کړه، چې په کور دننه او په بهر کې د افغانانو د ستونزو حل په موخه دې له هر فرصت څخه ګټه واخیستل شي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د افغانانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې د افغان کډوالو غوښتنې مهمې یادې کړې او یادونه یې وکړه، چې د هغوی د ستونزو د حل په موخه به هڅې وشي او په دې اړه یې له ترکي چارواکو سره پر لاډېرو لیدنو ټینګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS