د کډوالو او را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ له امنیه قومندان مولوي ضیالحق او د ننګرهار ولایت د استخباراتو له رئیس قاري عابد سره ولیدل.

sadam_morr
Sat, Aug 02 2025 3:40 PM
-
 
 
په دې ناسه کې دواړو امنیتي مسؤلینو په کونړ او ننګرهار کې د کډوالو د وضعیت او امنیت د تامین ډاډ ورکړ ویې ویل، چې د راستنېدونکیو هېوادوالو هرکلی په ښه ډول شوی دی.
هغوی زیاته کړه، امنیتي ادارې د راستنېدونکېو هېوادوالو د سر و مال د ساتنې لپاره شپه ورځ کار کوي او هیڅوک له دې اړخه اندېښنه نلري.
د کډوالو او را ستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، له یادو مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ټولې ادارې دې د راستنېدونکیو هېوادوالو پر وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي. هغه وویل، په ټولو ولایاتو کې به د کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو په همغږۍ لازمې مرستې راستنېدونکیو هېوادوالو ته ورسیږي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS