د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مرستیال د مهاجرینو چارو وزیر پر شهادت خواشیني وښوده.

sadam_morr
Tue, Dec 31 2024 2:51 PM
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مرستیال خاطر زید د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره په لیدنه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په شهادت خواشیني څرګنده کړه.
ښاغلي خاطر د شهیدانو روح ته دعا وکړه او د مهاجرینو چارو د وزیر شهادت یې د افغان ملت لپاره یوه ستره ضایع وبلله.
د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین له هغه او په کور دننه او بهر کې له ټولو خواخوږو څخه د مننې تر څنګ د حقانی شهادت د نه جبرانیدو وړ وباله او زیاته یې کړه: چې شهید حقاني د خپل هېواد د ټولو خلکو لپاره مهربانه او زړه سوانده شخصیت وو.
مسلکي معین شهید حقاني ته جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه او ښاغلي خاطر ته یې د پخوا په څېر د دغه وزارت د کاري بهیر د دوام ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS